د لېسټ اې ۷م پړاو یو ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ماهیپر ستورو ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. په دې لوبه کې ماهیپر ستورو لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره، د ۳۰۸ منډو هدف ورکړ . د ماهیپر ستورو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې زیاتې ۱۳۶ منډې بلال احمد ترین او ۶۶ منډې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي جوړې کړې. د هندوکش لوبډلې یاد هدف د لوبې په لوبې په وروستي اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ. د هندوکش لوبډلې لپاره زبید اکبري ترټولو زیاتې ۱۳۴ او لوبډلمشره رحمت شاه ۶۸ منډې جوړې کړې.