د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ۲۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د فاریاب د دولت آباد ولسوالۍ د میمنې، درزاب او اندخوی کانونو د مالګې د درېيو پروژو تړون له ابو سعید شرکت سره لاسلیک کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادو پروژو ټول مساحت ١٤ کيلومتره دى او تړون يې د ١٥ کلونو لپاره لاسليک شوی دی. همدارنګه، د قراردادي شرکت د ژمنو پر بنسټ، په ټولنیزو او چاپېريالي خدماتو سربېره، سیمه ییزه ګټه، د پرسونل روزنه د کارګرانو ګومارل او بشپړ وروستي پروسس، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د سټنډرد مطابق منل شوي دي.