د امریکا د ولسمشر مرستیالې، کاملا هرېس د اسراییلو له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره کتنه کې له نوموړي غوښتي څو له حماس سره د اوربند هوکړې ته ورسیږي. د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې د فلسطیني وګړو د خوندیتوب په موخه د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې ده یې چې جګړه باید پای ته ورسیږي.