د هلمند امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې پرون په نشه یي توکو د روږدو ۱۰۰ کسانو د درملنې خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر امان الله قاضي ویلي چې په دغه ولایت کې د روږدو کسانو په ۷۰۰ بستیز روغتون کې د ۱۰۰ روږدو کسانو درملنه په ۴ میاشتو کې شوې او له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.