پوهنې وزارت د ازموینو له ملي ادارې سره د دغه وزارت په خالي بستونو کې د فارغو شویو مسلکي کسانو د ګومارلو هوکړه لاسلیک کړه. د پوهنې وزارت مرستیال صبغت الله وصیل په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي، په پام کې ده چې د دغه وزارت په څلوېښت زره خالي بستونو کې وړ کسان په کار وګمارل شي. وصیل د خپلو خبرو په دوام ویلي، نورو هېوادونو ته په کتو په افغانستان کې د زدکړو معیار د کیفیت له پلوه ټیټ دی او په خبره یې د پوهنې وزارت د پام وړ مسلکي کسان نه لري. هغه ویلي، چې په ښوونځیو کې یو شمېر ښوونکي د خپلو رشتو خلاف ګومارل شوي چې دې چارې د پوهنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.