د اروزګان ولایت ځایي مسوولینو د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۲ کیلو متره سړک د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د یاد ولایت مقام په مالي ملاتړ د ۲۲ کیلو متره سړک د رغولو چارې په یوه میاشت کې بشپړې شوې دي. ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د دغه سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او له سرپرست حکومت څخه یې د ورته نورو پرژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.