کندوز کې یو شمېر کروندګر وایي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره معیاري سړو خونو ته اړتیا لري. کروندګر وایي، د سړو خونو نشتوالي له امله هر کال د خپلو کرنیزو حاصلاتو د راټولولو پرمهال له جدي ستونزو سره مخ کیږي او اړ کیږي چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري. خو د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت مرکز او خان اباد ولسوالۍ کې دوه معیاري سړې خونې جوړې کړي. تر دې وړاندې هم کندوز کې یو شمېر کروندګرو د نباتي افتونو له امله د اندېښنو په څرګندولو سره له مسوولینو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.