د فراه ولایت د مرکز اړوند په شمالګاه کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو سره د سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابریږي. د یاد ولایت د مرکز اړوند په شمالګاه کلي کې د یونیسف ادارې په مالي همکارۍ د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې، چې چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي، چې پر مټ به یې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې له پیل څخه خوښ دي او له مسوولینو د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.