د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د غور په تیورې ولسوالۍ کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډیم جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په یاد چکډیم سره به د سېلابونو د ګواښونو مخنیوي سربېره د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.