په فراه ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د لسو روغتیایي مرکزونو لپاره د احاطوي دیوالونو رغینزې چارې پیل شوې. د فراه د عامې روغتیا رییس احسان الله شاکر وايي، دغه پروژه د دوو موسسو په همکارۍ د دغه ولایت د لسو روغتیايي مرکزونو د احاطې دېوالونه پکې شامل دي. د مسوولینو په خبره د روغتیايي مرکزونو د احاطې دېوالونو په جوړېدو سره به یاد روغتیايي مرکزونه خوندي شي.