د هرات ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د خلکو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه یو پړیزه ودانۍ د یاد ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د دوه میلیونه او ۲۶۸ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د هرات پشتکوه ولسوالۍ اوسېدونکو هم د یوه ښوونځي د ودانۍ لپاره دوه جریبه ځمکه ځانګړې وه او دغه راز تېره اوونۍ په لغمان ولایتکې هم خلکو په خپل لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې ده.