د ملي پراختیا شرکت چارواکي وايي، چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې ۵۸ سلنه بشپړې شوې دي. د قوشتېپې کانال د پروژې مسوول سید ذبیحالله ویلي، چې د فاریاب ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ اړوندو کې د دویم فاز د کیندنې کار ۱۳۰ کیلومټره واټن ته رسېدلی دی. نوموړی د قوشتېپې کانال د دویم فاز د چارو ۵۸ سلنه پرمختګ ته په اشارې سره وایي چې، د کانال په دویم فاز کې څه باندې ۳۵۰۰ کسان او ۳ زره ماشینري کار کوي. د ملي پراختیا شرکت چارواکي وايي پلان لري چې، د ۲۰ میلیارده افغانیو په لګښت د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنو چارې د روان کال تر پایه د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې چې، د کانال وروستۍ برخه ده، بشپړې کړي.