د سوریې په اشغال شوې ګولان سیمه کې د توغندیز برید له امله ۱۱ اسراییل وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان کړي دي. اسراییلي رسنیو ویلي، چې د ګولان په سیمه کې د فوټبال په یو لوبغالي د لبنان څخه په توغول شوي توغندي برید کې ۱۱ اسراییل وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان دي. د راپور له مخې دا برید د ګولان په مجدل شمس سیمه کې شوی او د ۷ تنو ټپیانو حالت نازک ښودل شوي دی. د لبنان حزب الله ډلې په ګولان برید کې لاس لرل رد کړي دي. بلخوا د اسراییلو لومړي وزیر په بېړنۍ توګه د امریکا سفر پای ته رسولی او د برید وروسته بېرته اسراییلو ته ګرځېدلې دی.