د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي، عرفات جمال سره لیدنه کې ویلي، بنسټونه باید خپل اداري لګښتونه کم کړي او ډېر تمرکز دې د اړمنو پر ستونزو وکړي. په دې کتنه کې سرپرست وزیر ویلي، ټول بنسټونه باید د کار په بدل کې له خلکو سره مرستې وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د کډوالو لپاره د راستنېدو، مېشتېدو او دایمي ادغام د بشپړ بهیر په ګډون پنځه کلن سټراټیژیک پلان لري.