پاکستان وایي دوی د افغان سولې په راتګ او په دې برخه کې لا ډېرو پرمختګونو سره همکار دي. د پاکستان لوړپوړو چارواکو ددغه هېواد سنا ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره په سیمه کې د ثبات په موخه همکاري کړې ده او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او همدا راز د عمران خان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان سنا ته ویلي چې په افغانستان کې د سولې راتګ د ټولې سیمې په ګټه دی نو ځکه دوی له امریکا او افغان حکومت سره په دې برخه کې همکار دي. د پاکستان د سنا غړو هم په دې غونډه کې ټینګار کړی چې پاکستان باید د سولې په راتګ او جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي.