(په نوې زمانه کې د چین په ژورو اصلاحاتو کې نغښتي نړیوال فرصتونه) تر نامه لاندې د سي جي ټې ان په کوربتوب د جولای میاشتې په ۲۸ نېټه ځانګړی ډیالوګ په بریالیتوب سره ترسره شو. په دغه ګردي مېز کې د افغانستان بېلابېلو مشهورو کسانو برخه اخیستې وه او د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې د مرکزي کميټې د درېيمې عمومي غونډې په هکله یې بحث او د نظر تبادلې ترسره کړې. دوی په خپلو خبرو کې وویل، چې چین په اوسني وخت کې نړۍ ته ډير فرصتونه برابر کړي او د ټولې نړۍ لپاره یې خپلې دروازې خلاصې کړې دي.
د بحث یو تن ګډونوال او د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي عمران ذکریا، چې په چین کې یې ژوند کړی او هلته یې زده کړې کړې دي وویل؛ چین پرانیستې غیږ لري او هیڅکله یې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل یې د ستونزو د حل پلوي کړې ده. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چین او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د یو او بل نږدې دوستان پاته شوي دي او تر ډيره یې اړیکې باوري او ښې دي. نو چین اوس یو ستر اقتصادي ځواک دی او افغانستان تازه د نورو هیوادونو د سیالۍ له ډګر څخه ځان خلاص کړی دی، باید چین دلته په افغانستان کې د زیربناوو د رغولو او د افغانستان د بشري ځواک په روزنه کې مرسته وکړي.
د بحث یو بل تن ګډونوال، د حقوقي چارو کارپوه او مشهور لیکوال صفي الله ناصري په خپلو خبرو کې وویل، چې چین د اوسني واکمن ګوند تر مشرۍ لاندې ډيرې مهمې او ښه تګلارې تعقیب کړې دي او په ډيره کمه موده کې یې ډير ستر مزل ترسره کړی دی او ډيرې د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودلې دي. د نوموړي په خبره دغه پرمختګونه په نړۍ کې کم ساري دي. ناصري د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې که موږ فکر وکړو افغانستان اوس مهال په هغه حالت کې دی، کله چې په ۱۹۴۹ کال کې چین ورسره مخ و. دوی سختۍ او لوږې تیرې کړې او نن هغه ځای ته ورسېدل، چې په ټکنالوژۍ کې یې څوک سیال نشته. که افغانستان هم د چین په څیر د ورخلاصون او خلاصو دروازو سیاست غوره کړي زه باوري یم، چې موږ به هم د چین په څير پیاوړي او ډير پرمختګونه به تر لاسه کړو.
دغه راز په دې بحث کې د طلوع نیوز ټلویزیوني شبکې مشر ذبیح سادات وویل، چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په مټ چین په ډيره کمه موده کې ډير لوی پرمختګونه ترلاسه کړي دي او دی له دغه پرمختګونو څخه ډير متاثره شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې چین ته یې د سفر پر مهال د دغه هیواد په ټکنالوژۍ او نورو برخو کې پرمختګ په خپلو سترګو لیدلی او د چین تجربې د افغانستان لپاره ډيرې د زده کړې وړدي.
ذبیح سادات: د طلوع نیوز ټلویزیوني شبکې مشر
په دغه ګردي میز کې د شمشاد ټلویزیون د سیاسي خپرونو ویاند، چې څو اوونۍ وړاندې یې چین هیواد ته سفر هم ترسره کړی و، وویل، چې د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره د افغانستان لپاره ډيره ګټوره ده او د دواړو هیوادونو رسنۍ باید د چیني او افغان ولس د کلتورونو د پیژندلو په برخه کې ستر رول ولوبوي او په دې برخه کې باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو یو ګډ پل رامنځته شي. نوموړي وویل، چې افغانستان نور له تش شعار ورکولو څخه ستړی شوی دی او هیوادونه باید په ریښتنې توګه دلته کار وکړي، تر څو افغانان هم ځان بسیاینې ته ورسیږي.
روح الله علیزی: د شمشاد ټلویزیون د سیاسي خپرونو ویاند
د بحث یو بل تن ګډونوال او د سپوږمۍ راډيو د نیوز د برخې مسوول عزت الله احمدزي په خپلو خبرو کې وویل، چې چین هیواد د رییس شي جین پینګ په مشرۍ د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په عملي کیدو سره په ګڼو برخو کې زیات پرمختګونه تر لاسه کړې دي او افغانستان ته هم دغه پرمختګونه ښه زده کړه او تجربه ورکولای شي، ترڅو افغانستان هم د چین په څیر د عصري کېدو یوه مناسبه لاره پیدا کړي اوپر ځان باندې بسیا شي.