د یوه چینایي شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د کونړ پر شال، ساګي او سرتاق بندونو د پانګونې لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې چمتو دي، څو دې برخه کې ډېر ژر د اوبو او انرژۍ وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړي. په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.