د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. د خبر پاڼې له مخې د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د (بي اچ اې) مؤسسې په مالي مرسته د کوز کونړ ولسوالۍ په سعید آباد کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د مالوماتو له مخې په یاده شبکه کې د ۴۰متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې اوسپنيز کانکریټي ذخیرې ترمیم، د ۱۲۰شیردهنونو نښلول او پایپ غځول شامل دي.