د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د چینایي «گوسان انرژي» شرکت له مسوولینو سره کتلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې د «گوسان انرژي» شرکت مسوولینو، په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید فابریکې په جوړولو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې چې د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبرۍ له لوري یې هر کلی شوی دی. د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم د یاد شرکت مسوولینو ته د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو او د دغه وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.