د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړېدو سره ۲۰۰۰ کورنیو ته څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د لعل او سر جنګل ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د (ای او ام ) موسسې په مالي ملاتړ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړېدو سره ۲۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو شبکو په جوړېدو خوښي څرګندوي او په دې سره به یې د اوبو په برخه کې شته ستونزې حل شي.