په ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اړوند شپږمې حوزې د رنګ روډ سیمه کې دوه ټېلر ډوله موټرو او یو مازدا ډوله موټر د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي. امنیتي مسوولینو ویلي، چې مړه شوي کسان يې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي چې وروسته به يې خپلو کورنیو ته وسپاري.