د پاکستان پوځ په ګوادر سیمه کې د بلوڅو پر سوله ییز لاریون بریدونه کړي دي. د دغه لاریون مشرې، ماهرنګ بلوڅ ویلي پاکستاني لوري له دوی سره د مذاکراتو پر ځای، پر لاریون ډزې کړي چې تر اوسه پکې د مرګ ژوبلې شمېر روښانه نه دی. ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې چې پاکستاني پوځ یې ګڼ شمېر ملګري نیولي او له ځان سره یې بیولي چې د هغوی په اړه هم مالومات نه ورکول کیږي. هغې ویلي، چې لاریون کوونکو او د هغې ملګرو ته که تر دې وروسته لا زیات زیان ورسیږي او پایلې یې هرڅه وي، مسوولیت به یې د پاکستان حکومت پر غاړه وي.