د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې یوه پلاوي د تورغنډۍ بندر د رېل پټلۍ د پراختیا په موخه هرات ته سفر کړی او د دغه ولایت له سرپرست والي سره په کتنه کې يې ویلي چې، د دواړو هېوادونو مسلکي ډلو په دې هکله خپلې ارزونې پیلوي. د ترکمنستان د رېل پټلۍ ادارې عمومي رییس ازاد عطا مرادوف ویلي چې، هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو او د تورغنډۍ بندر رېل پتلۍ د تمځای پراختیا ته لېواله دی. د هرات والي ترکمنستاني پلاوي ته ویلي چې، افغانستان د تورغنډۍ د رېل پټلۍ او د دغې رېل پټلۍ د تمځای پراختیا ته چمتووالی لري.