د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې، تهران ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعودپزشکیان په توصیه لغوه شوی دی. پاکستاني رسنیو بیا د دغه سفر د لغوه کېدو لامل د شریف ناسمه روغتیا بللې، زیاته کړې یې ده، چې د نوموړي پر ځای به د بهرنیو چارو وزیر ګدون وکړي. ټاکل شوې وه، شهباز شریف د پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه نن تهران ته سفر وکړي.