په کابل کې د یوولس میلیونه افغانیو په لګښت پنځه چکډمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست ویلي چې د یادو پروژو د پلي کولو موخه؛ د اوبو سرچینو پياوړتیا، د باران اوبو راټولول، د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوی، د چاپېریال ساتنه او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. د کابل سرپرست والي امین الله عبید هم د یادو پروژو ارزښت ته په اشارې، د هغو د چارو بشپړېدل د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی. ویل شوي چې دغه پنځه پروژې د پلازمینې کابل په چهار آسیاب، بګرامي، خاک جبار، سروبي او موسهي ولسوالیو کې پلي شوې او د ۸۲۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري چې څه باندې اووه زره کورنۍ ورڅخه برخمنې کېږي.