د راپورونو له مخې د امریکا خزانې وزارت پر یو شمېر هغو کسانو او ادارو بندیزونه لګولي، چې د ایران د توغندیو او ډرون په پروګرامونو کې لاس لري. دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې بندیزونو کې د ایران، چین او هانګ کانګ پنځه کسان او اووه شرکتونه شامل دي. د مالوماتو له مخې دغو کسانو او شرکتونو د ایران د راکټي او ډرون پروګرامونو لپاره د مهمو برخو په برابرولو کې همکاري کړې ده. نوي بندیزونه په امریکا کې د دغو کسانو او شرکتونو شتمنۍ کنګلوي او له هغوی سره هر ډول راکړه ورکړه منع کوي.