حماس غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسمعیل هنیه د ترور د خبر پخلی کړی دی. رویټرز خبري اژانس، د حماس غورځنګ د اعلامیې له قوله خبر ورکړی چې په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای برید شوی دی. د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر، اسمعیل هنیه، د ایران د نوي ولسمشر، مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی و.