بدخشان کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي وايي دغه ولایت کې د غالیو تولید زیات شوی خو د پلور بازار نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي. دغه غالۍ اوبدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې تولیداتو ته یې بازار موندنه وکړي. د بدخشان مرکز فیض اباد ښار کې د غالۍ اوبدلو په یوه کارخونه کې نږدې اویا تنه ښځې د غالیو پر اوبدلو بوختې دي. دغه ښځې وايي د وروستیو کلونو په پرتله د غالیو تولیدات زیات شوي خو د مناسب بازار او د غالیو وینځلو مرکز نشته والی د دوی جدي ستونزې ګڼل کېږي. د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست دغه ولایت کې د مېرمنو لپاره د ځانګړي سوداګریز مرکز جوړولو په موخه د هڅو ډاډ ورکوي.