پاکستاني پولیس وایي یوې ډلې وسله والو پرون د دې هېواد په شمال لویدیځ کې د ملګرو ملتونو د مامورینو په موټر ډزې کړي خو چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی. پولیسو ویلي چې موټر د مرمۍ ضد و او د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې سیمه ییز مامورین په کې سپاره وه. پېښه د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان کې شوې. د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالسلام ویلي چې په برید کې د پروژو خدماتو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې سیمه ییز مامورین په نښه شوي و. سلام ویلي چې په موټر کې سپرو کسانو ته هېڅ کوم زیان نه دی اوښتی او زیاته یې کړه چې پولیسو د برید ګرو پیدا کولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نه ده کړې.