د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نهمه نوبتي غونډه کې د غزني په مرکز کې له کېله فرخي څلور لارې څخه تر کلاسبز څلور لارې پورې د سړک دواړو خواو ته ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده. دغه سوداګریز مارکېټ د خصوصي سکټور له لوري د ۳۰۹ میلیونه افغانيو په لګښت رغول کېږي، چې ۵۱۱ هټۍ به ولري او د دوو کلونو په موده کې به جوړ شي. غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو د ۴۴.۵ میګاواټه برېښنا د تولید، په خوست کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې باندې هم بحث شوی دی.