د امریکا دفاع وزارت له افغانستان ۳۰۰ بېرته ستانه شوي سرتېري قرنطین کړي دي. د میلټري ټایمز د راپور له مخې دغه سرتېري چې تازه په تازه په افغانستان کې له ماموریت امریکا ته ګرځېدلي د امریکایي حکومت له لوري قرنطین شوي دي. امریکایي چارواکو ویلي چې دوی به تر څوارلس ورځو پورې په کلیفورنیا کې په یوه نظامي اډه کې قرنطین وي. سره له دې چې په دغه سرتېرو کې د کرونا ناروغۍ نښې نښانې نه لیدل کېږي خو امریکایي پوځ ویلي چې د احتیاطي تدابیرو لپاره یې دغه پرېکړه کړې ده. یاد سرتېري له ۹ میاشتني دوره يي ماموریت وروسته بېرته امریکا ته ستانه شوي دي. ملټري ټایمز لیکي چې ددې تر څنګ ۱۲ سوه نور سرتېري هم چې له نورو سیمو امریکا ته ستانه شوي قرنطین دي.