په تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۳۶۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۶۵ زره ۷۱۴ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۰ زره ۷۵۰ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.