د چین میډیا ګروپ، د مصر د سيلانۍ او کلتوري اثارو وزارت او په قاهره کې د چين سفارت په ګډ کوربه توب (په نوې زمانه کې د چین د اصلاحاتو په ژورتيا کې نړیوال فرصتونه) په نوم ځانګری ډیالوګ د جولای په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه قاهره کې تر سره شو.
په دې بحث کې چیني او مصري ګډونوالو په نوې زمانه کې د چین د اصلاحاتو ژورتیا او د چیني شکله عصري کېدو پرمټ د نړیوالو فرصتونو په اړه بحث او د نظریو تبادلې کړې دي. د چین میډیا ګروپ پروګرام «د انسانانو تمدن نوی شکل—د چیني شکله عصري کېدو بهیر» په مصر کې خپور شو او په همدې ورځ د فلم، ټلویزیون، رسنیو او کلتور په برخو کې یو شمیر پروژې پیل شوې.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په خپله ويډيويي وينا کې وویل، د چين د هراړخيزو اصلاحاتو ژورتیا به د نړۍ پیچلي وضعیت ته ثابته انرژي ورکړي، ډیر فرصتونه به جوړکړي او د انسانانو د ګډ پرمختګ او سمسورتیا لپاره به ستر رول ولوبوي.