وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په بلخ ولایت کې د نني موټر بم برید مسوولیت په منلو سره لسګونه امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. طالبان وایي، چې دغه برید د دوی له خوا د یو موټر په واسطه، چې له چاودیدونکو توکو ډک و، د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د صفر شپږ قطعې پر مرکز شوی دی، چې په پایله کې یې لسګونه امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو دغه راز ادعا کړې ده چې دغې استخباراتي قطعې غوښتل په شمال کې د داعش ډله بیا را پورته او په یو شمېر حساسو سیمو کې ځای پرځای کړي.