د هواپېژندنې ادارې د هیواد په ۹ ولایتونو کې نن هم د ورښتونو اټکل کړی دی. یادې ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو پورې وي. د خبر پاڼې له مخې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شوی او د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومټرو پورې ښودل شوي دی.