د کابل ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوی شکایت لري. دوی وایي، برېښنا په اوړي کې له بل هر وخته اړتیا ده او له سرپرست حکومت غواړي څو دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي. د افغانستان برېښنا شرکت بیا وایي، د هوا د تودوخي او د برېښنا د ډېرې کارونې له امله د برېښنا پرچاوي زیاته شوې، خو زیاتوي چې دوی د برېښنا د پرچاویو د کمېدو لپاره پروګرامونه په پام کې لري. د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رییس وايي، اوسمهال صنعتکارانو ته نږدې ۱۴ساعته او کابل ښاریانو ته له ۱۰ تر ۱۲ ساعته برښنا برابروي. افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا چې شاوخوا ۷۶۰ میګاواټه کیږي، له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي.