په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ویلي، چې د جولای له ۲۹مې څخه تر پنجشنبې پورې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ژوبل دي. د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې لهخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې د باران لوړه کچه نېغ په نېغه د پراخو سېلابونو لامل ګرځي. په تېرو درېيو ورځو کې په ټوله صوبه کې د بارانونو له امله ۲۴ تنه مړه شوي او ویل کېږي، چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کوهاټ کې شوې چې د شپږو ماشومانو په ګډون په کې لس کسان مړه شوي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې پر اغېزمن شویو کسانو یې خېمې، کمبلې او نور لومړني توکي وېشلې دي. بل لوري ته په بر چترال کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې ۱۰۷ کورونه په بشپړ يا برسېرنه توګه نړېدلي دي.