د دايکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري تېره شپه د دغه ولایت په مرکز نيلي کې د بادام ګل هنري او کلتوري جشنواره ترسره شوه. ياده جشنواره کې د دايکندي یو شمېر سیمهییزو مسولینو، دیني عالمانو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی وو. یو شمېر ګډونوالو د بادام ګل جشنواره د دایکندي د خلکو د فرهنګ او هنر سمبول وباله او د سرپرست حکومت له مسوولینو یې د دې جشن د جوړېدو له امله مننه وکړه. د دایکندي سيمه ييزو شاعرانو ویلي، چې د داډول جشنوارو جوړول د خلکو د فرهنګي او کرنيزو شتمنيو د پېژندلو لپاره ډېر مهم دي. د دایکنډي د بادامو ګلونو جشن د دې ولایت یو کلتوري، ټولنیز او هنري جشن دی چې هر کال د بادامو د ګلانو د غوړیدو په ویاړ جوړیږي.