د هند په هماچل پراډیش ایالت کې د شدیدو ورښتونو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویدنې په پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه شوي او ۴۷ تنه نادرکه دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ژغورنې ډلې د نادرکه شویو د پیداکولو هڅې کوي خو په ځينو سیمو کې د نامناسبې هوا له امله د ژغورنې عملیات هم درېدلي دي.