د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ملي پارک تر عنوان لاندې د کلنۍ مشاعرې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی. په دغه مشاعره کې سلګونه سیمه ییزو مسوولینو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ګډون کړی و. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع الحق بیان، دا ډول مشاعرې د شعر او ادب مینه والو لپاره غوره بللي او ویلي یې دي چې هڅه کوي هر کال دا ډول مشاعرې جوړې کړي. په یاده مشاعره کې د نورستان مرستيال والي وويل، چې لیکوالان او شاعران باید د ټولني د لاپرمختګ او هوساينې له پاره د خپلي ژبي او قلم څخه ګټه پورته کړي، تر څو د ټولني اصلاح سبب وګرځي او د ټولنې څخه مو د نورو بد بختیو او ناخوالو ټغر ټول شي.