د عرب ليګ سرمنشي احمد ابوالغيط د جولای په ۳۰مه نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي څانګې له مرستيال مشر او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ سره وکتل.
دواړو خواوو د کلتور، سپورټ، د رسنیزې همکارۍ او د ولسي تګ راتګ په اړه د نظریو تبادلې وکړې او د همکارۍ يادښتونه يې هم لاسليک کړي دي.
په مصر کې د چين سفير او په عرب ليګ کې د چين استازی لياو لي چيانګ هم په دغه مراسمو کې ګډون وکړ.