د مهترلام ښاروالۍ مسوولینو په روان کال کې د سل میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶ بېلا بېلو پراختیايي پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی. د مهترلام ښاروال رحمت الله شهامت ویلي، چې د یاد ولایت د مهترلام ښار د ښکلا، سمسورتیا او خلکو ته د لاښه آسانتیاوو د برابرولو په موخه به سږکال د سل میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶ بېلا بېلې پروژې پلي کړي. د نوموړي په وینا د یادو پروژو په پلې کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.