کابل کې د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د ۲۵ بایسکل ځغلونکو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ، چې د کابل ښار له پل محمود خان څخه تر پل علم پورې د ۱۲۰ کيلومتره واټن کې ترسره شوې، په پايله کې یې سيدالله لومړی، عبدالوهاب واحدي دويم او عبدالمجید بابجاني درېيم مقام تر لاسه کړي. یادې سیالۍ د ایران په کوربتوب د «تور اذربایجان» په نوم سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پیل شوې وې، چې د یوې ورځې له دوام وروسته پای ته ورسېدې.