د فاریاب ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په خانچهارباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پېښه پرون ناوخته د خانچهارباغ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پاسو او سراچه موټرو ترمنځ د ټکر له کبله را منځته شوې، چې د دریو ښځو په ګډون ٩ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د مسوولینو په خبره ټپيان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. په دې وروستیو کې په هیواد کې ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي او تر ډېره لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.