د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې د بزګرانو اضافي غنم د سرپرست حکومت لخوا پېرل کېږي او په بېړنیو حالاتو او یا هم د غنمو د بیو لوړېدو پر وخت بازار ته وړاندې کیږي. یاد وزارت زیاته کړې؛ د هېواد په ۱۳ ولایتونو کندوز، تخار، بدخشان، هلمند، سمنګان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس کې ۳۸ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم شته، چې د سرپرست حکومت لخوا پېرل کېږي او د همدې ولایت یا زون په سیلوګانو کې زېرمه کېږي.