هرات کې د پاشدان بند پروژې مسوولین وايي، د دغه بند وروستۍ چارې په چټکۍ روانې دي. د دې پروژې د مسوولینو په خبره د دې بند د جوړولو چارې په څو برخو کې ۲۴ ساعته دوام لري او په پام کې ده چې د روان زيږدیز کال تر پایه دغه بند کې د اوبو زېرمه کولو لړۍ پيل شي. دامهال په له ۸۰۰ زیات کارګر او تخنیکي کارکوونکي په دې پروژه کې په کار بوخت دي. د پاشدان بند د جوړولو چارو پرمختګ ته د هرات اوسېدونکي خوشحاله دي. دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې هېواد کې لا زیاتې پراختیايي او بنسټیزې پروژې پلې کړي. د پاشدان بند د هرات ښار زرغونې سیمې اوبولو، تر ځمکې لاندې اوبو کچې لوړولو، ښار او څنډو چاپریالي وضعیت ښه والي برخو کې مهم رول لري.