پرون په بلخ ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز برید شوی چې ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دفاع وزارت وايي چې په برید کې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې، خو طالبان بیا ادعا کوي چې برید یې د صفر شپږ په نوم د ځانګړو ځواکونو په قطعه کړی دی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. طالبان وايي چې دې قعطې په شمال کې د داعش د فعالولو هڅې کولې. دا پر امنیتي ځواکونو څووم خونړی برید دی چې په تېرو څو ورځو کې کېږي. په دې ورځو کې نږدې هره ورځ د لسګونو امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبرونه وي او حکومتي ځواکونه هم هره ورځ د لسګونو طالبانو د وژلو او ټپي کولو خبرونه ورکوي. په دې سره جګړه ګرمه شوې چې د دواړو اړخونو تر څنګ یې ملکي وګړو ته هم پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
وېره ده چې د جګړې او نښتو وروستۍ پېښې به یو ځل بیا دواړه لوري له یو بل څخه انتقام اخیستو ته وهڅوي. په دې ډول به همدا غبرګونونه جګړه ورو ورو ګرمه کړي او د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه به له منځه یوسي. له بده مرغه د جګړې هڅې شته، محسوسې دي او زیاتیږي، خو د سولې له مشورتې لویې جرګې وروسته د سولې په برخه کې نه کومه لویه هڅه ښکاري او نه کوم محسوس او نوی پرمختګ شوی دی. آن نوي خنډونه رامنځ ته شوي دي او د لا زیاتو خنډونو د جوړولو لپاره منظمه او سیستماتیکه هڅه روانه ده.
د سولې په برخه کې له شلو کلونو وروسته یو ښه چانس ضایع کېدونکی دی. دا داسې چانس دی چې پر مټ یې موږ د افغانانو د وینو سیلاب درولی شو، داسې فرصت دی چې موږ پکې عزت او سرلوړۍ ته رسېدلی شو او له اوسني ناورین څخه وتلی شو. له همدې امله هر څوک چې افغان وي او پر دې ولس یې زړه درد کوي، نه یوازې دا چې د سولې روانې پروسې ته به ستونزې نه جوړوي، بلکې مرسته به ورسره کوي او په دې برخه کې به قربانۍ ته تیار وي. له بده مرغه اوس ځینې کړۍ په واضح ډول غواړي چې د سولې پروسه بریالۍ نه شي، جګړه، افغانوژنه او زموږ ذلت همداسې دوام وکړي. دوی د خپل واک او ځواک لپاره او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره غواړي زموږ د وینو سیلاب همداسې روان وي.
یوه اصلي ستونزه دا ده چې دلته خلک د امریکايي فشار په تمه دي او خپله د یو قوي او واقعي فشار جوړولو او د سولې په برخه کې یې د کارولو هڅه نه کوي. تر هغو چې موږ د نورو په تمه وو، طبیعي ده چې پایله به ورکه او آن زموږ په زیان وي، خو که موږ خپله هڅه وکړو، ولسي فشار رامنځ ته کړو او بیا یې د سولې لپاره وکاروو، نه یوازې دا چې د سولې په برخه کې به شته خنډونه ختم شي، بلکې سوله به ژر او په ښه ډول هم وشي.