د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(یونیسف) د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده. د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، چې د څښاک پاکو اوبو دغه شبکه د مرکز پلعلم ښار اړوند «بابوس نواباد» سیمه کې د یوه کال په موده کې جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې. د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یو نیسف ادارې له لوري د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې جوړې کړې او زرګونه کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.