د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۳ میاشتو کې یې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د زراعتي محصولاتو د صادراتو، کورنیو تولېداتو او مرمرو تیږو له پروسس څخه یې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله په کې ۴۶ سلنه لوړوالی راغلی دی. د مسوولینو په خبره، د روان کال تر وروستیو به د یاد ولایت صادرات له ۶۰ تر ۷۰ سلنه زیات شي، چې د کال په لومړیو ۳ میاشتو کې یې د ۴۴ زره او ۲۶۰ ډالرو په ارزښت قالینې بلغاریا او متحده عربي هېوادونو ته صادر کړي دي.