د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره ۲۳۱ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه شبکه د لوګر ولایت په مرکز کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو د یادې پروژو په پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او په راتلوونکي کې یې هم له مسوولو چارواکو څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.